په امریکا کې د زورورو توپانونو له امله ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

د امریکا متحده ایالتونو  په مرکزي  او سویلي ایالتونو کې  د زورورو توپانونو او بړبړیکو له پایله کې  لږ تر لږه  ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1339491
په امریکا کې د زورورو توپانونو له امله ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

 

د امریکا  مرکزي او سویلي ایالتونه  د زورور توپانونو او بړبړیکو سره  مجادله کوي.

د تکزاس، الاباما او لویزیانا  په ګډون په یو زیات شمیر ایالتونو کې  د قوي توپانونو  او بړبړیکو  په نتیحه کې  ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي په یادو شوو ایالتونو کې  څه باندې  ۲۵۷ زرو کورونو باندې  برښنا پرې شوې ده او په زرګونو الوتنې  لغوه شوې دي. همداشان  د واورو اورښت  مځکنی ټرانسپورت هم  د ستونزو سره مخامخ کړی دی.

په بعضو  ایالتونو کې بیا  ډیره لویه لویه ګلۍ  وریدې ده  چې  ګڼ شمیر کسان يي ټپیان کړي دي.

ویل کیږي  د بړبړیکو نه  ۱۸ میلیونه تنه انسانان  اغیزمن شوي دي.

د امریکا  د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې  زورور توپانونه او بړبړکۍ  د ختیځو او شمالي ایالتونو پر لورې  روان  دي.



اړوند خبرونه