د ولسمشر اردوغان لخوا پر امریکا سختې نیوکې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې د امریکا لخوا پر ترکیې د بندیزونو  په ځواب کې به زمونږ هم  لازم  ګامونه اوچت کړو.

1326942
د ولسمشر اردوغان لخوا پر امریکا سختې نیوکې

 

ولسمشر اردوغان د امریکا لخوا پر ترکیې  د بندیزونو نه  د ټولې معنا سره  د ترکیې په مسلم حقونو  ښکاره  تجاوز  او تیری  وباله.

ولسمشر اردوغان  په مالیزیا کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  " د سویس  د جینیوا په ښار کې د کډوالو د نړۍوالې غونډې نه وروسته  د کوالالمپور  په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر مالیزیا ته راغلو او پدې سرمشریزه کې مو ګډون وکړ. پدې سرمشریزه کې چې د ترکیې، مالیزیا، قطر او ایران د دولت او حکومت مشرانو سربیره  د یو زیات شمیر هیوادونو استازو ګډون کړی و. پدې سرمشریزه کې مو د اسلامي نړۍ  د روانو ستونزو او مشکلاتو په اړه  خبرې او غور وکړ. تمه کیده چې پدې سرمشریزه کې د اندونیزیا او پاکستان مشران هم  ګډون وکړي چې له بده مرغه ويي نشو کولای چې ګډون وکړي. د همدې امله دا سرمشریزه د څلورو هیوادونو د مشرانو لخوا ترسره شوه.

پدې سرمشریزه کې مو د اقتصادي ودې نه نیولې تر علم ، ټکنالوژۍ، تحقیقاتو، تشبص  او دفاعي صنایع په ګډون په یو زیات شیمر  برخو  خبرې وکړې. ددېنه وروسته به دا لړۍ دوام وکړي. "

ولسمشر اردوغان  د  امریکا د مشرانو جرګې لخوا د بودیجې د لایجې د تصویبولو په اړه چې  د ترکیې پر خلاف ځینې  برخې هم  پکې شتون لري . د بیلګې په توګه ترکیه د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د پروګرام نه ویستل،  په سویلي قبرس د وسلو لګیدلی  بندیز لرې کول  او داسې  نور. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې  لازم تدابیر به ونیسي  . ایا  ستاسې ځواب به څه وي؟  د پوښتنې په ځواب کې وویل "   د هر څه نه مخکې د بهرنیو چارو د وزارت  څرګندونې  زمونږ  رسمي نظر  دی. د اس ۴۰۰ او یا د اف ۳۵ ډوله  الوتکو په اړه  ګامونه  دا پایته رسیدلې مسئلې دي. مونږ  په کراتو هغوې ته ویلي دي چې اس ۴۰۰ مسئله  پایته رسیدلې او دادې سیستم  یوه برخه مو ترلاسه کړې ده. خو هغوې  په ډیره بې شرمانه توګه  زمونږ  د ترک جریان د ګازو په نللیکې د تحریمونو نه یادونه کوي. دا د ترکیې پر حقونو ښکاره  تیری  دی. البته چې ددې ټولو  په مقابل او ځواب کې به مونږ هم  بندیزونه وضع کړو. یعنې مونږ هم  لاس د زنې لاندې  نه کینو. لکه څرنګه چې مې مخکې هم  ویلي دي ترکیې دولت  کوم قبیلوي  دولت  ندی. مونږ هم نورو سره  د تاریخ  له پلوه ځینې  توپیرونه لرو. د همدې امله  مونږ به هم  خپل تدابیر ونیسو او لازم  بندیزونه به وضع کړو."

د ویلو ده چې د امریکا  مشرانو جرګې  د ۲۰۲۰ کال اړوند  په تصویب کړې  بودیجه کې په ځینو برخو کې د ترکیې پر خلاف  د بندیزونو لګولو نه یادونه شوې ده . امریکا ویلي دي چې  د ترکیې د ګازو په نللیکې  ترک جریان  به ځینې بندیزونه ولګوي.



اړوند خبرونه