د سریلانکا نوي ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا خپله لنډ مهاله کابینه اعلان کړه.
د سریلانکا نوي ولسمشر خپل ورور د لومړي وزیر په توګه وټاکه
هغه خپل ورور د سریلانکا پخوانی ولسمشر ماهیندا راجاپاکسا د لومړي وزیر په توګه وټاکه.
د سریلانکا ولسمشر د لنډ مهاله کابینې د اعلانولو نه وروسته وویل چې د هیواد د اساسي قانون له مخې هر څه ژر به پارلماني ټاکنې ترسره کړي.
د ویلو ده چې د سریلانکا د پارلمان کاري موده د اګست په میاشت کې پایته رسیږي خو د دې هیواد اساسي قانون ولسمشر ته د مارچ په میاشت کې د پارلمان د فسخه کولو او له سره د ټاکنو د ترسره کولو صلاحیت ورکړی دی.
د سریلانکا نوی ولسمشر چې متقاعد پوځي دی د خپل مشر ورور مهیندا د ولسمشرۍ په موده کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځه د دفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کړې.
هغه په ځانګړې توګه په ۲۰۰۹ کال کې په هیواد کې د خونړیو کورنیو جګړو پر مهال د بشري حقونو په تیریو، د صحرايي محاکمو او فاعل مجهول جنایتونو کې په رول لرولو تورن شوی وو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.