په امریکا متحده ایالتونو کې  د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو وسله وال برید شوی دی.

په امریکا کې په ملکي وګړو وسله وال برید وشو

1308180
په امریکا متحده ایالتونو کې  د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو وسله وال برید شوی دی.

 

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې  په وسله وال برید کې  ۴ تنه وژل شوي دي  او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

پیښه  د کالیفورنیا  ایالت  د فرسنو  په ښار کې رامنځته شوې ده .

د یاد شوي  ښار  پولیسو  ویلي دي چې  برید کوونکي  په یو بڼ کې  د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو  ډزې  کړي دي.

په برید کې  ۴ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

برید د امریکا په ځايي وخت  د ماښام په شپږو  بجو  رامنځته شوی دی.

د سیمې خبري رسنیو ویلي دي چې  پدې برید کې  ۳ تنو د پيښې په ځای کې  ژوند د لاسه ورکړی وو او یو تن بل په روغتون کې ساه ورکړه.

ویل کیږي  د پيښې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي چې د بعضو روغتیايي حالت يي د اندیښنې وړ  دی.

پولیسو ویلي دي چې ددې برید په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي. برید کوونکی په تیښته بریالی شوی دی او د نیولو په خاطر يي عملیات پيل شوي دي.

پولیسو د برید کوونکي د تشخیصیدو په اړه هم  څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم  په همدې ایالت کې په یو ښوونځي  وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې ګن شمیر زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.



اړوند خبرونه