ماس :ترکیه د ناټو په سازمان کې د مرکزي اهمیت  خاوند  یو متحد  او شریک  دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل چې ترکیه د ناټو په سازمان کې د مرکزي اهمیت  خاوند  یو متحد  او شریک  دی.

1302605
ماس :ترکیه د ناټو په سازمان کې د مرکزي اهمیت  خاوند  یو متحد  او شریک  دی.

 

هغه  دا څرګندونې  د برلین دیوار د چپه کولو  د ۳۰ کلیزې په مراسمو کې د ګډون په موخه  برلین ته راغلي د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره  په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه په خپلو څرګندونو کې د ترکیې سره د اړیکو نه په یادونې سره وویل ، ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر قوي غړی  دی  او پدې دول به پاتې شي.

" ترکیه د ناټو په سازمان کې د مرکزي اهمیت خاوند  متحد او غړی هیواد دی."

هغه وویل چې   د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون " ناټو سازمان  مغزي سکته کړې ده " د څرګندونو سره  همفکره نه یم  . ناټو سازمان  د اروپا امنیت ضمانت کوونکی  سازمان  دی.

همداشان  د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا وویل چې  امریکا به د ناټو د سازمان د تاریخي  شریک په توګه  پدې سازمان کې خپل موجودیت  او شتوالي ته دوام وکړي.

هغه وویل چې " د ناټو سازمان دروند  بار  باید د دې سازمان  په ټول غړی وویشل شي."



اړوند خبرونه