په ناروې کې پر ملکي وګړو د امبولانس پر مټ برید وشو.
په ناروې په سړ کې په لارویانو برید وشو
د ناروې په پلازمینه اوسلو کې دوو تنو برید کوونکو د یو تښتولي امبولانس سره په خلکو برید وکړ.
هغوې یو زیات شمیر کسان د امبولانس لاندې کړل.
د ناروې پولیسو د پيښې په اړه ویلي دي چې د پلازمینې اوسلو د تورشو په سیمه کې یو امبولانس د دوو تنو وسله والو برید کوونکو لخوا وتښتول شو.
برید کوونکو وروسته د تښتولي امبولانس سره په خلکو برید وکړ . پدې پیښه کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي.
برید کوونکو د امبولانس سره یو د غیږې ماشوم هم لاندې کړی دی.
د ناروې دولتي تلویزیون ویلي دي چې پولیسو د امبولانس ټیرونه د ویشتو نه وروسته امبولانس درولی دی.
د برید کوونکو نه یو تن يي په تیښته بریالی شوی او بل يي نیول شوی دی.
پولیسو د پيښې په ځای کې پراخه امنیتي تدابیر نیولي دي.
د پیښې لامل معلوم ندی.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.