د امریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د پ ک ک ترهګرې ډلې  په اړه  اعتراف وکړ.

هغه وویل چې  د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د پ ک ک ترهګرې ډلې سره تفاهم کړی وو چې  دا یوه ستره خطا وه.

1285232
د امریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د پ ک ک ترهګرې ډلې  په اړه  اعتراف وکړ.

 

ټرمپ  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځو برخو کې  د ترهګرو ډلو پر خلاف د پوځي عملیاتو په اړه  ارزونې وکړې.

ټرمپ د امریکا پخواني  ولسمشر باراک اوباما  لخوا  په سوریه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې سره  د تفاهم په اړه اعتراف وکړ. هغه وویل چې ټرمپ  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو  او د هغوې د تشو د ډکولو په خاطر  د پ ک ک ترهګرې ډلې سره  تفاهم وکړ چې دا د هغه ستره خطا وه.

« ترکیه کلونه کلونه کیږي چې د خونړي  دښمن  پ ک ک پر خلاف مبارزه کوي . »

همداشان  ټرمپ ددې خبرې په یادونې سره  چې  ترکیه په میلیونونو تنو سوري کډوالو ته  پناه ورکړې او د کلونو راهیسې د هغوې پالنه کوي. که چیرې  ترکیې  دا کار کړی نوی  او خپلې دروازې  د سوري کډوالو پر مخ  تړلي  وای نن ورځ  دا کډوال به د نړۍ څلورو خواوو ته  خواره شوي وی.

هغه  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستلو د تصمیم نه  یو ځل بیا  په کلکه توګه دفاع وکړه او وویل چې ددې وخت رارسیدلی دی چې په سوریه کې روانه جګړه پایته ورسو.



اړوند خبرونه