په جرمني کې یو تن برید کوونکي د کنیسې ترڅنګ په خلکو ډزې کړي دي.
په جرمني کې وسله وال برید شوی
په جرمني کې یو تن برید کوونکي د کنیسې ترڅنګ په خلکو ډزې کړي دي.
د جرمني نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د نوموړي هیواد په ختیځ کې د ساکسونیا انهالت ایالت د هلي د ښار د پاولوس په سیهم کې کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي برید کوونکي د اتوماتیک ماشیندارې سره د یوې کنیسې یا د یهودانو د عبادت ځای ترڅنګ پر خلکو ډزې کړي چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د یاد شوي ایالت ځايي مقاماتو ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د برید کوونکي د نیولو په خاطر عملیات پیل کړي دي.
همداشان د کنیسې ترڅنګ د یهودانو هدیرې ته د یو لاسي بم د ګوزاریدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.
سیمه ایزو پولیسو بیا د برید کوونکي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
ویل کیږي دا برید د یوم کیپور د ځانګړې ورځې پر مهال رامنځته شوی دی.
د یادولو وړ ده چې دوه ورځې مخکې هم یو تن د سوریې وګړي د تښتولي لارۍ موټر پر مټ په خلکو برید وکړ چې په پایله کې ۹ تنه ټپیان شوي وو.
هغه په سور څراغ کې پر ولاړو موټر لارۍ موټر وځغلو چې په پایله کې ۹ تنه ټپيان شول.
د جرمني پولیسو ددې برید نه د یو ترهګریز برید په توګه یادونه وکړه او وویل چې برید د یو تن سوري وګړي لخوا شوی دی.