امریکا د سوریې د شمال د بعضو سیمو نه خپل ځواکونه وویستل
پنټاګون په سوریه کې د ترکیې د احتمالي پوځي عملیاتو په خاطر د سوریې د شمال نه خپل ځواکونه نورو برخو ته انتقال کړل
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون اعلان وکړ چې په سوریه کې د خپلو ځواکونو د امنیت په خاطر د سوریې په شمال کې د بعضو سیمو نه د ترکیې د احتمالي پوځي عملیاتو پر وړاندې د خنډ د نه جوړولو له امله خپل ځواکونه په کامله توګه وویستل.
دا څرګندونې د پنټاګون ویاند جاناتان هافمن وکړې. ویاند د هغه ادعاګانو په اړه چې ګواکې ولسمشر ټرمپ د سوریې د شمال نه د امریکايي سرتیرو د ویستو په پریکړه کې د پنټاګون سره هیڅډول سلا مشوره نده کړې سخت غبرګون وښود او وویل « د ټولو دا ډول غلطو او ناسمو خبرونو د خپریدو سره سره ولسمشر ټرمپ د ترکیې لخوا د سوریې په شمال کې د احتمالي پوځي عملیاتو ، سیمې د حالاتو، امریکايي ځواکونو د امنیت په ګډون د یو زیات شمیر مسئلو په اړه د دفاع وزیر مارک ایسپر او لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي سره په هر اړخیزه توګه سلا مشوره کړې ده . »
هغه وویل چې پنټاګون په سیمه کې د استقرار د ټینګښت په خاطر په سوریه کې د امن د سیمې جوړول یوه ډیره ښه لار بولي او ددې مسئلې نه ملاتړ کوي. خو له بده مرغه چې ترکیې په یواځې ځان ګام اوچتول انتخاب کړل. په نتیجه کې پنټاګون د سوریې په شمال کې د خپلو ځواکونو د امنیت په خاطر د بعضو سیمو نه د خپلو ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه . هغه وویل چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت په مسئله کې کوم بدلون ندی راغلی .