د ټرمپ لخوا چین ته مبارکۍ غبرګونونه پارولي دي

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د چین خلکو جمهوریت د ۷۰ یمې کلیزې  له امله  د مبارکۍ د پیغام د خپرولو  سره  د جمهوریت پلوو غبرګون يي پارولی دی.

1280189
د ټرمپ لخوا چین ته مبارکۍ غبرګونونه پارولي دي

 

ټرمپ د سهار په ساعتونو کې د خپل ټویټر پاڼې له لارې  د چین د خلکو جمهوریت د ۷۰ یمې کلیزې  له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

ټرمپ په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې  « د چین ولسمشر شي جین پینګ او د چین خلکو ته  د جمهوریت د ۷۰ یمې کلیزې له امله  مبارکي وایم.  »

د ټرمپ  دې پيغام  د امریکا په کانګرس کې د جمهوریت پلوه  وکیلانو  غبرګون پارولی دی.

د امریکا په کانګرس کې د وایو منیګ د ایالت استازې جمهوریت پلوې  لیز چیني  او ویسکونسین  د ایالت استازي مایک ګالاګر د ګډې اعلامیې په خپرولو سره  ویلي دي چې د چین خلکو جمهوریت د تاسیس د ورځې نه راپدیخوا په دومداره توګه  بشري حقونه  د خپو لاندې کړي دي .

نوموړو ویلي دي « نن  د مبارکۍ  ورکولو ورځ  نده، برعکس نن ورځ د چین د کمونیست ګوند  لخوا په تیرو کلونو  او اوسمهال  د وژل شوو کسانو د یادونې  او یاد  یو ډیر ښه  فرصت  دی. د هغه قربانیانو د یاد  ورځ  ده.»

همداشان  د نبراسکا د ایالت  استازي سناتور بن ساسي  بیا  په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « نن  د چینايي ظالمانو او کمونست استبداد  ۷۰ یمه کلیزه ده. دوی  نن ورځ د خپلو ظلمونو د سمبولونو نه  لمانځه وکړه. »

هغه ویلي دي چې  په هانګ کانګ کې  ازادي غوښتوونکي  ددې ورځې له امله ماتم نیولی دی. د امریکا ملت  د هغه خلکو پر خلاف چې د الله لخوا ورته د ورکړ شوي  شرف نه  انکار کوي  د هانګ کانک  د خلکو ترڅنګ  ولاړ دي.

همداشان  د ټویټر یو زیات شمیر کارونکو هم  د ټرمپ  د پيغام په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.



اړوند خبرونه