ټرمپ د نریندرا مودي سره ګوري

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي سره  په امریکا کې لیدنه کوي.

1270042
ټرمپ  د نریندرا مودي سره  ګوري

 

ویل کیږي  دا لیدنه به د امریکا د هاوسټون  په ښار کې  لیدنه وکړي.

دا خبره  سپینې ماڼۍ کړې ده  . سپینې ماڼۍ  ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ به  د راتلوونکي یکشنبې پر ورځ  د تکساس ایالت  د هاوسټون په ښار کې  د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي سره  وویني.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې پدې لیدنه کې به د امریکا او هندوستان ترمنځه  په مهمو همکاریو خبري وشي.

د ویلو ده چې  د کشمیر  د ستونزې له امله  د امریکا او هندوستان او پاکستان ترمنځه  په اړیکو کې ځینې ستونزې رامنځته شوي دي. پداسې یو حساس وخت کې  د ولسمشر ټرمپ او مودي لیدنې ته د ټولو توجه راوښتې ده. دا لیدنه چې په کومه اندازه  د هندوستان لخوا  مهمه  ده په همدې اندازه د پاکستان توجه يي هم  جلب کړې ده .

پاکستان هم  دا  لیدنه د نږدې نه تعقیبوي.

سپنې ماڼۍ ویلي دي چې  ولسمشر ټرمپ به  د مودي سره د لیدنې نه وروسته  اوهایو  ته  سفر وکړي او هلته به د استرالیا  د لومړي وزیر سکاټ مویسون سره  لیدنه وکړي.



اړوند خبرونه