ټرمپ غواړي چې پر ایران لګولي بندیزونه سپک کړي ادعا شوې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې پر ایران لګولي بندیزونه سپک کړي. دا ادعا د امریکا د ډیلي بیست خبري سایټ کړې ده .
یادې شوې خبرپاڼې دا ادعا د ۴ جلا جلا سرچینو له قوله چې نه يي غوښتل نومونه يي افشا شي کړې ده . په خبر کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ دوه اونۍ مخکې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره په لیدنه کې د هغه لخوا ایران ته د ۱۵ میلیاردو ډالرو پور ورکولو او په نفتو د لګیدولو بندیزونو د سپکولو په اړه وړاندیز رد کړی ندی.
په خبر کې راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون یو زیات شمیر چارواکی د فرانسې د ولسمشر وړاندیز سره هیڅډول مخالفت ندی ښودلی. تمه کیږي چې ټرمپ یا د ایران په نفتو د لګیدولو بندیزونو له امله د اروپا لخوا تهران ته ۱۵ میلیارده ډالرو پور ورکولو وړاندیز ومني او یا هم ددې هیواد پر نفتو لګیدلي بندیزونه سپک کړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ یو څه موده مخکې د ایران د ولسمشر سره پرته د هر ډول قید او شرط نه مخامخ لیدنې ته چمتوالی وښود.
ټرمپ ویلي وو که چیرې ایران وغواړي حاضر دی چې ددې هیواد موجود مالي او اقتصادي ستونزې د ۲۴ ساعتونو په دننه کې حل کړي.
ټرمپ ویلي وو چې د ملګروملتونو د سازمان د کلنۍ اسمبلې په چوکاټ کې چې یوڅه موده وروسته جوړیږي حاضر دی چې د ایران ولسمشر سره وګوري.