په فرانسه کې افغان کډوال یو تن مړ او ۸ تنه ټپیان کړل

په فرانسه کې د چړې په برید کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

1261598
په فرانسه کې  افغان کډوال  یو تن مړ او ۸ تنه ټپیان کړل

د فرانسې  په سویل کې د لیون په ښار کې  په یو برید کې  یو تن مړ  او ۸ تنه نور ټپیان شول.

د فرانسې  نه  د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې  دا برید  د نوموړي‌ هیواد په سویل کې  د لیون ښار د ویلوربان  په سیمه کې  رامنځته شوی دی. ویل کیږي‌‌ دوو تنو برید کوونکو  په سیمه کې  یو تن مړ او ۸ تنه نور ټپیان شول.

د پولیسو په وینا  د برید کوونکو نه يي‌ یو تن  د پولیسو لخوا  ټپي‌ شوی دی  او بل ته  د پیېښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی.

پولیسو  ویلي‌ دي‌ چې  د پيښې  ټپیان روغتون ته انتقال شوي‌ دي‌ خو د ۳ تنو روغتیايي  حالت يي‌ ښه ندی.

ویل کیږي‌ نیول شوی  برید کوونکی  افغان کډوال  دی چې د کډوالۍ په خاطر يي  په فرانسه کې  مراجعه هم  کړې ده.

پولیس  د دویم برید کوونکي‌ د نیولو په لټه کې  دي. 

د برید  اصلي‌ لامل  معلوم  ندی  .


پيوندونه: #برید , #فرانسه

اړوند خبرونه