روسیې د ترکیې سره د جنګي الوتکې د جوړولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی وښود
روسیې د ترکیې سره د ملي او ځايي پنځم نسل جنګي الوتکې ټي اف – ایکس په جوړولو کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتوالی وښود.
د روسیې د فدرال تخنیکي او پوځي همکاریو د ریاست رئیس دیمیتري شوګایف وویل چې روسیه چمتو ته چې د ترکیې سره د ملي او ځايي پنځم نسل جنګي الوتکې ټي اف – ایکس په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.
هغه دا څرګندونې په مسکو کې جوړ شوي د ماکس ۲۰۱۹ د هوايي او فضايي چارو په نړۍوال نندارتون کې وکړې.
هغه وویل چې روسیه د ترکیې سره د ملي او ځايي جنګي الوتکې د جوړولو په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو ده .
هغه وویل چې کولای شو چې ترکیې ته د جنګي الوتکو ماشین او د حرب الکترونیک تجهیزات ورکړو.
هغه د ترکیې لخوا تولیدیدونکي د پنځم نسل جنګي الوتکې ټي اف – ایکس په اړه وویل « مونږ چمتو یو چې ددې مسئلې په اړه د دفاعي صنایعو د همکاریو په برخه کې خبرې وکړو. لکه څرنګه چې د ترکیې او روسیې مشرانو د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکاریو د کچې د لا پراخولو غوښتنه وکړه مونږ ترکېې ته د پنځم نسل الوتکې د جوړولو په برخه کې مرسته ته چمتو یو.»
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ترکیې د روسیې د سو ۳۵ او سو ۵۷ نوي نسل الوتکو په اړه لیوالتیا وښوده او که نه؟ داسې وویل ، انقرې ددې الوتکو په اړه ډیره زیاته لیوالتیا وښوده خو پدې اړه د کوم تړون په اړه څه ویل د وخت نه وړاندې خبره ده.
په رسمي توګه تر اوسه پورې کوم وړاندیز ندی شوی. ددې مسئلې په اړه به د خپل ترک سیال ښاغلي اسماعیل دیمیر سره خبرې وکړو.