روسیې او چین د ملګروملتونو امنیت شورا ته د امریکا نه شکایت وکړ
روسیې او چین د امریکا لخوا په روانه اونۍ کې د منځواټنه توغندي د ازمایښت مسئله د ملګروملتونو د امنیت شورا ته انتقال کړه.
روسیې او چین امریکا په نړۍ کې د وسلو د نوې سیالۍ په پیلولو تورن کړ. د ویلو ده چې امریکا د روسیې سره د لاسلیک کړي د منځواټنه اټومي طاقتونو د تړون نه د بهر کیدو نه وروسته د روانۍ اونۍ په دننه کې د یو منځواټنه توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړی وو.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د روسیې او چین په غوښتنه د امریکا لخوا د منع شوي توغندي د ازمایلو د مسئلې په اړه غونډه وکړه.
په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکیف په امریکا د منځواټنه اټومي طاقتونو د تړون د وتو په اړه سخته نیوکه وکړه او وویل چې امریکا دا کار په نړۍ کې د وسلو د نوې سیالیو د رامنځته کولو په خاطر کړی دی.
هغه وویل چې امریکا د وسلو سیالۍ ته پوره چمتوالی لري.
هغه وویل چې هیواد يي د ستراتیژیک استقرار او امنیت د تینګښت په خاطر د امریکا سره هر ډول جدي مذاکراتو ته چمتو دی.
همداشان پدې غونډه کې په ملګروملتونو سازمان کې د چین دایمي استازي زهانګ جون وویل ، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ددې تړون نه د وتو په خاطر چین بهانه کړ. هغه وویل غواړي چې د چین په ګډون نوی تړون لاسلیک کړي. هغه ددې تړون نه د وتو په خاطر چین بهانه کړ. هغه زیاته کړه چې د ټرمپ دا عمل او اقدام په هیڅډول د منلو وړ ندی.
په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا د دایمې استازي مرستیال جوناتن کوهن بیا روسیه د څه باندې لسو کلونو راهیسې د منځواټنه اټومي طاقتونو د تړون نه په سرغړونو تورنه کړه او وویل چې امریکا د تیر شپږو کلونو راهیسې په دومداره توګه روسیې ته خبرداری ورکولو چې تړون ته ژمن پاتې شي. امریکا د روسیې لخوا د تړون نه سرغړونو ته د دوام په صورت کې مجبوره شوه چې ددې تړون نه بهر شي.
چوهن وویل چې روسیې د ۹ ام ۷۲۹ توغندی جوړ کړ چې پدې توغندی د اروپا هره نقطه ویشتلی شي. هغه وویل پداسې حال کې چې روسیه او چین هر ډول وسلو تولید ته دوام ورکوي د امریکا نه پدې مسئلې د سترګو پټولو تمه کوي.
چوهن زیاته کړه چې امریکا د وروستي توغندي په ازمایښت کې هم د منځواټنه اټومي طاقتونو د تړون هیڅډول سرغړونه نده کړې. امریکا اوس هم د روسیې او چین په ګډون یو جدي تړون په مسئلې مذاکراتو ته چمتو دی.
د ویلو ده چې امریکا یو څه موده مخکې د منځواټنه اټوي طاقتونو د تړون نه بهر شو. ددینه وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تړون رسمآ پایته رسیدلی دی.
امریکا بیا د اګست په ۱۹ مه نیټه یو څه باندې ۵۰۰ کیلومتره واټنیز توغندی وازمایه.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.