په اندونیزیا کې یوې لویې مساپروړنکې کښتۍ اور اخیستی

په اندونیزیا کې  په یوې مساپروړونکې کښتۍ کې  د  اورلګیدنې له امله ۲۳ تنه لا درکه شوي دي.

1257492
په اندونیزیا کې یوې لویې مساپروړنکې کښتۍ اور اخیستی

 

پيښه  د اندونیزیا د جاوا په ټاپو کې  د ماسلامبو سواحلو کې رامنځته شوې ده .

د اندونیزیا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  دا کښتۍ  د ختیځ جاوا ایالت  اړوند سورابایا د ښار اړوند بورنیو د ټاپو نه  د کالیمانتان  سیمې ته  روانه وه چې د نامعلوم لامل  له امله کې  د ماسلامبو په سواحو کې  اورلګیدنه رامنځته شوه.

پدې لویې  کښتۍ کې  د مساپرو  سربیره  یو زیات شمیر موټرې هم  بار  وې.

په کښتۍ کې  د خپل پرسونل  په ګډون  جمعآ  ۱۶۲ تنو شتون درلود چې  ۱۳۹ تنه  ژغورل شوي دي او ۲۳ تنه  لا درکه دي.

د لا درکه کسانو د موندولو په خاطر  د پلټنې عملیات  پیل شوي دي.



اړوند خبرونه