اسراییلو په عراق کې پر ایراني هډو بریدونه په غیرې مستقیم توګه ومنل
د اسراییلو لومړي وزیر په غیرې مستقیم توګه وویل چې په عراق کې په ایراني اهدافونو بریدونه د اسراییلو لخوا شوي دي.
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو اوکراین ته د خپل سفر پر مهال په پلازمینه کیف کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
نتنیاهو د هغه ادعاګانو په اړه چې تیره میاشت په عراق کې د ایراني ځواکونو په مرکزونو د اسراییلو لخوا برید شوی دی داسې وویل : ایران په هیڅ ځای کې خوندي ندی . هغه په غیرې مستقیم توګه وویل چې دا بریدونه د اسراییلو لخوا شوي دي.
نتنیاهو وویل چې ایران نن ورځ کې اسراییل په نړۍ کې په لمنځه وړو ګواښي او خپل دې هدف ته د رسیدو په خاطر په منځني ختیځ کې د لا زیاتو پوځي هډو د جوړولو هڅه کوي. پدې اړه فعالیت کوي.
هغه وویل چې اسراییلو به ددوې پر خلاف ګامونو اوچتولو سره دوام ورکړي او څه چې لازم وي هغه به وکړي.
د ویلو ده چې اسراییلو د جولای په ۱۹ مه نيټه د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو سره د عراق په صلاح الدین ښار کې د امیرلی په عسکري پوځ او د جولای په ۲۸ مه په پلازمینه بغداد کې په شمال ختیځ کې د عراق په عسکري کمپ د ایراني ځواکونو د توغندیو په ډیپوګانو د برید ادعا شوې وه.
اسراییلي مقاماتو د نوموړو ادعاګانو په اړه څه نه وو ویلي.