امریکا یو منځواټنه توغندی وازمایه

امریکا  متحده ایالتونو چې  یو څه موده  مخکې  د منځواټنه اټومي طاقتونو د تړون نه  بهر شو ددې تړون  له مخې  منع  شوی  یو توغندی  وازمایه.

1255044
امریکا یو منځواټنه توغندی وازمایه

 

د امریکا د دفاع وزارت د څه باندې ۵۰۰ کیلومتره واټنیز منځواټنه  توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي « پنټاګون  د کالیفورونیا ایالت د سن نیکولاس په ټاپو کې  یو توغندی  په بریالیتوب سره  وازمایه. دا توغندی  چې په سیار توګه  توغول شوی دی  په څه باندې  ۵۰۰ کیلومترۍ کې خپل هدف په بریالیتوب سره  له منځه وړی دی. »

په بیان کې راغلي دي چې  ددې ازمایښت سره  ترلاسه شوې  تجربه  به  د منځواټنه توغندیو  د جوړولو سره  مرسته وکړي.

د ویلو ده چې  د امریکا لخوا ازمایل شوی  توغندی  د امریکا  او پخواني شوروي اتحاد لخوا د ۱۹۸۷ میلادي کال  د دسمبر په اتمه نیټه  د لاسلیک شوي  د منځواټنه اټومي طاقتونو د تړون سره په ټکر کې  دی. امریکا  یو څه موده مخکې ددې تړون نه بهر شو.

ددې تړون له مخې  د امریکا او روسیې ترمنځه د ۵۰۰ نه تر ۵۵۰۰ کیلومترو پورې  په عادي او اټومي  توغندیو  په جوړولو  بندیز لګول شوی وو.

همداشان  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت  اعلان وکړ چې  د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا او روسیې ترمنځه د منځواټنه اټومي طاقتونو تړون رسمآ  پایته ورسید.

امریکا  روسیه  ددې تړون نه په سرغړونو  تورنه کړې وه  او په غبرګون کې ددې تړون نه په بهر شوې وه. همداشان روسیه هم  یو څه مخکې ددینه تړون نه  بهر شوه او تړون  رسمآ پایته ورسید.  



اړوند خبرونه