شمالي کوریا د تیرو ۳ اونیو په دننه کې د شپږم ځل لپاره توغندي وازمایل
سویلي کوریا ویلي دي چې شمالي کوریا یو ځل بیا دوه لنډ واټنه بالستیک توغندي وازمایل.
سویلي کوریا ویلي دي چې شمالی کوریا د هیواد په مرکزي برخو کې دوه بالستیک توغندي ازمایلي دي. د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوي توغندي ۳۰ کیلومتره ارتفاع او ۲۳۰ کیلومتره واټن ته د رسیدو نه وروسته د جاپان او کوریا د ټاپو ترمنځه په ختیځ سمندر کې وغورځیدل.
سویلي کوریا ویلي دي چې د شمالي کوریا د توغندیو ازمایښت ددوې او امریکا لخوا د نږدې نه څارل کیږي او هر ډول غیرې مترقبه حالاتو ته پوره چمتوالی لري.
د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې د نوموړې پرمختګ په اړه ولسمشر مون جای ته پوره معلومات ورکړل شوي دي او د پیونګ یانګ حکومت ته په سیمه کې د هر ډول اقداماتو نه چې د تاوتریخوالي لامل ګرځي د ډډه کولو خبرداری ورکړ شوی دی.
د ویلو ده چې شمالي کوریا د جولای د ۲۵ مې نیټې نه راپدیخوا دا شپږم ځل دی چې توغندي ازمایي.
د بله پلوه د جاپان د دفاع وزارت ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوي توغندي د جاپان اوبو او یا انحصاري اقتصادي سیمې ته ندي رارسیدلي.
همداشان د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس بیا ویلي دي چې شمالي کوریا د سویلي کوریا سره لیدنو کتنو او مذاکراتو لړۍ ودرلوله. شمالي کوریا ویلي دي چې د سویلي کوریا او امریکا سره د روانو ګډو تطبیقاتو نه وروسته د مذاکراتو پيلول کومه معنا او ګټه نلري.
شمالي کوریا ددینه مخکې هم ویلي وو تر کومه چې سویلي کوریا د امریکا سره د ګډو تطبیقاتو د ترسره کولو په اړه دوې ته معقول معذرت وړاندې نکړي مذاکرات به ورسره ترسره نکړي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.