امریکا د سوریې په اړه د ترکیې سره د کړي تفاهم په اړه خوښي څرګنده کړه
امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې د امن د سیمې د جوړولو په مسئلې د ترکیې سره په تفاهم د رسیدو له امله د ممنونیت اظهار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خبري غونډه کې د مسئلې په اړه ارزونې وکړې.
ویاندې وویل « په روانه اوونۍ کې د ترکیې په پلازمینه انقره کې په ترسره شوو پوځي مذاکراتو کې د سوریې په شمال کې د ناټو په سازمان کې زمونږ د نږدې متحد هیواد ترکیې د مشروع امنیتي اندیښنو رفع کوونکی یو متداوم امنیتي میکانیزم د جوړولو په اړه د پام وړ پرمختګ شوی دی. پدې چوکاټ کې به د پلانونو د لا ښه تطبیق په خاطر په ترکیه کې د ترکیې او امریکا ګډ د حرکاتو مرکز جوړ شي.»
ویاندې وویل چې امنیتي میکانیزم به پړاو په پړاو جوړ کړی شي، امریکا په ډیره لنډه موده کې پدې اړه د لازم ګامونو اوچتولو ته تیاري نیسي. د نوموړي بهیر سره به ترکیې سره مذاکراتو ته هم دوام ورکړو.
د ترکیې د ملي دفاع وزات ویلي دي چې د سوریې په شمال کې د امریکا سره په هماهنګۍ کې د جوړیدونکې امن سیمې په اړه د امریکا او ترکیې پوځي هیتانو د اګست د ۵ او ۷ مو نیټو ترمنځه په ملي دفاع وزارت کې مذاکرات سره کړل.
پدې لیدنه او مذاکراتو کې دواړو خواوو پریکړه وکړه چې د ترکیې د امنیتي اندیښنو د رفع کولو په خاطر په لومړني پړاو کې د نیول کیدونکو تدابیرو په اړه باید هر څه ژر لازم ګامونه اوچت کړی شي. همداشان د امن د سیمې د جوړولو او پدې اړه د پلانونو د تطبیق په خاطر باید په ترکیې ګډ د حرکاتو مرکز جوړ کړی شي.
همداشان د ترکیې او امریکا پوځي هیتانو پریکړه وکړه چې په سوریه کې جوړیدونکې د امن سیمه باید د سولې دهلیز اوسي او دې سیمې ته د بې ځایه شوو سوري کډوالو د بیرته ستنولو لپاره باید اضافه امنیتي تدابیر ونیول شي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.