په امریکا متحده ایالتونو کې الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پیښه د نوموړي هیواد د کالیفورونیا په ایالت کې رامنځته شوې ده .
1249797
د کالیفورونیا ایالت د هوانودرۍ چارواکیو ویلي دي چې یوې خصوصي ایکپرس ۲۰۰۰ ډوله یو ماشینه الوتکه د کاماریلو د هوايي دګر د ځغاست لیکې په شاوخوا کې لویدلې ده .
د یاد شوي ایالت د اور وژنې د ادارې چارواکیو ویلي دي چې پدې پیښه کې په الوتکه کې موجودو دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هوانوردۍ چارواکیو د وینا له مخې د الوتکې د غورځیدو لامل تر اوسه پورې څرګند ندی او لامل د معلومولو په خاطر يي تحقیقات پیل شوي دي.