روسیې امریکا په سوریه کې د تیلو په قاچاق تورن کړ.
روسیه : امریکا د سوریې ملي شتمني لوټوي
د روسیې د ستر درستیزوالۍ د عمومي عملیاتو ته د ریاست رئیس سرګي رودسکوی ویلي دي چې امریکا په سوریه کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د کوردانو او عربانو سره د تیلو د قاچاق په بدل کې د وسلو مرستې کوي.
هغه دا خبره د روسیې د دفاع په وزارت کې د سوریې د وضعیت په اړه خبري غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې په سوریه کې امریکايي ځواکونو د فرات سیند ختیځو برخو کې د نفتو ټول کوهیان تالان کړي دي.
هغه وویل چې امریکايي ځواکونه په سوریه کې د مخالفینو د روزلو په بهانه د تیلو د کوهیانو په لوټولو مصروف دي. امریکا د فرات سیند ختیځو برخو کې د نفتو ټول کوهیان لوټ کړل.
هغه وویل چې پدې وروستیو کې په سوریه کې د امریکا د نفتو د خصوصي شرکتونو اړوند د سرتیرو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده . په سیمه کې د امریکايي خصوصي سرتیرو شمیره د ۳۵۰۰ تنو ته اوښتې ده.
هغه وویل چې امریکا د فرات سیند په ختیځو برخو کې د نفتو د کوهیانو نه د نفتو راویستو چارو ته دوام ورکوي. امریکا د سوریې ملي شتمنۍ لوټولو ته دوام ورکوي. همداشان د فرات سیند په ختیځو برخو کې د امریکايي سرتیرو د شمیرې زیاتیدو د ټولو سره اندیښنې راپیدا کړي دي. امریکا په سیمه کې د کوردانو او عربانو سره د تیلو د قاچاق په بدل کې د وسلو او مهماتو مرسته کوي. وروسته نوموړي د یو بل په مقابل کې تحریکوي او په جنګ يي اچوي. امریکا هغوې په جنګ اچوي او په منځ کې د سیمې ټول تیل لوټي. په سیمه کې د ټولو ستونرو لامل امریکا ده .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.