شمالي کوریا یو ځل دوه توغندي ازمایلي دي.
شمالي کوریا نن یو ځل بیا لنډ واټنه توغندي وازمایل
د سویلي کوریا ستردرستیزوالۍ ویلي دي چې شمالي کوریا نن د سهار په ساعتونو کې دوه لنډه واټنه توغندي ازمایلي دي.
د سویلي کوریا د ستر درستیزوالۍ لخوا د شوو څرګندونو له مخې شمالي کوریا پوځ نن سهار په ځايي په ۵ بجو او ۳۴ دقیقو او په پنځو بجو او ۵۷ دقیقو دوه جلا جلا توغندي ازمایلي دي چې د ۵۰ کیلومتر ارتفاع او ۴۳۰ کیلومتره واټن ته رسیدلي دي.
سویلي کوریا ویلي دي چې د مسئلې په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي.
د بله پلوه جاپان د شمالي کوریا لخوا د توغندیو د ازمایښت په اړه غبرګون ښودلی دی.
د جاپان د دفاع وزیر د نوموړي ازمایښت په غبرګون کې ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا یو ځل بیا د لنډه واټنه توغندیو ازمایښت ډیر زیات خواشینوونکی اقدام دیږ
هغه ویلي دي چې مسئله د نږدې نه تعقیبوي.
د بله پلوه نړۍوالو شننونکو ویلي دي چې د شمالي کوریا دا ډول اقدامات د نوموړي هیواد او امریکا ترمنځه د مذاکراتو بهیر ته زیان رسوي.