ټرمپ : د ایران لخوا د امریکايي جاسوسانو د نیولو خبر حقیقت نلري

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د ایران هغه ادعا چې ګواکې  د امریکا د استخباراتو جاسوسان يي نیولي دي او ځینې ورته په دار ځوړولي دي  په کلکه توګه رد کړه.

1240471
ټرمپ : د ایران لخوا د امریکايي جاسوسانو د نیولو خبر حقیقت نلري

 

ټرمپ ویلي دي چې  د ایران هغه  ادعا چې  د امریکا د استخباراتو  ځینې جاسوسان يي نیولي دي  حقیقت نلري.

د ایران لخوا  د سي ای اې د جاسوسانو د نیولو په اړه  خپور شوی  خبر حقیقت نلري او په کامله توګه  غلط دی. دا ادعا په اصل کې د ایران د دیني رهبر  لخوا  چې په کافي توګه ناکام  دی  او لاره ترینه ورکه شوې ده رامنځته شوې ده . دا خبر  پروپاګند  دی.

دا پیښه هم  د بې پیلوته الوتکې د ویشتو د پیښې په څیر  ده. د ایران  اقتصاد نه په کامله توګه ساه وتلې ده  او د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په خرابیدو  دی. ایران  په ټوله معنا  د یو ناڅرګندۍ پر لورې روان  دی.

د ویلو ده چې د ایران د استخباراتو وزارت وړمه  ورځ  اعلان وکړ چې  د امریکا  د استخباراتو  اړوند  ۱۷ تنه  جاسوسان يي نیولي دي او ځینې يي په اعدام  محکوم کړي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي دي چې د امریکا  د استخباراتو د جاسوسانو دا شبکه يي   د جولای په ۱۷ مه نيټه  ونیوله  او بعضې کسان يي  د محکمې لخوا په اعدام  محکوم شوي دي.



اړوند خبرونه