په جرمني کې کلیساګانې  په ډیره  چټکه توګه  خپل غړي  د لاسه ورکوي.

د جرمني کلیساګانې د هرې ورځې په تیریدو سره خپل غړي د لاسه ورکوي

1239619
په جرمني کې کلیساګانې  په ډیره  چټکه توګه  خپل غړي  د لاسه ورکوي.

 

دا خبره  په جرمني کې  په جوړ شوي  د اسقفانو په کنفرانس کې وشوه. په جرمني کې  کاتولیک  مسیحیحانو کلیسا اعلان کړی دی چې تیر کال يي ۲۱۶ زره تنه غړي  د لاسه  ورکړي دي. ۲۱۶ زرو تنو د کلیسا غړیتوب  فسخه کړی دی. همداشان د پروتستان  کلیسا هم  ویلي دي چې تیر کال يي  ۲۲۰ زره تنه  غړي  د لاسه ورکړي  او یاد شوو کسانو ددوې سره خپلې اړیکې  او غړیتوب  پرې کړي دي.

بدې ډول  تیر کال په جرمني کې ۴۳۶ زرو تنو په کلیساګانو کې خپل غړیتوب  لغوه کړی  او د کلیساو سره يي اړیکي  پرې کړي دي.

په جرمني کې  نږدي  ۲۳ میلیونه تنه  کاتولیک  او ۲۱ میلیونه تنه  پروتیستان مسیحیان  شتون لري.

د جرمني  د اسقفانو د کنفرانس عمومي  مشر هنس  لانګین دورف ویلي  دي چې  دا  خبره د اندیښنې  وړ د ه.

په کنفرانس کې د پروتستان د کلیسا د اجراییوي  شورا رئیس  وویل چې د کلیسا نه  د یو تن  جلا کیدل  ددوې لپاره د منلو وړ خبره نده  او مسئله ډیره دردونکې ده.

پدې کنفرانس کې د کلیساګانو نه د خلکو د جلا کیدو اصلي  لامل  پدې وروستیو کې په کلیساګانو کې  د جنسي  تیریو د کچې لوړیدل، په جنسي  تیریو تورنو کسانو ته  لازمه  جزا نه ورکول، پر کلیساګانو لګیدلي  مالیې او بعضې نور شخصي  لاملونه دي.

 



اړوند خبرونه