امریکا پر ایران سایبر بریدونه کړي
ایران د امریکا اړوند د ډرون الوتکې د ویشتو نه وروسته امریکا د غچ اخیستو په موخه پر ایران سایبر بریدونه کړي دي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا د پوځ د سیایبر قومندانۍ لخوا د ایران د راکټ او توغندیو پر سیستمونو د سایبر بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده .
ورځپاڼې ویلي دي چې امریکا دا عملیات د تیرې پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ لخوا پر ایران د بریدونو د ترسره کولو د تصمیم نه د لاس په سر کیدو نه وروسته کړي دي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې سایبر بریدونه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د راکټ او توغندیو د کڼټرول په کمپیوټرانو د ترسره کیدو ادعا کړې ده . د نوموړو بریدونو نه وروسته د ایران د راکټ او توغندیو سیستمونه د یوې مودې لپاره د فعالیتونه غورځیدلي وو.
ویل کیږي دا عملیات د امریکا د مرکزي قوتونو سره په هماهنګۍ سره ترسره شوي دي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې ادعا د سپینې ماڼۍ لخوا رد شوې نده. د بله پلوه پنټاګون بیا ویلي دي چې نه غواړي د سایبر عملیاتو په اړه جزیات د رسنیو سره شریک کړي.