په بورکینافاسو کې پر کلیسا وسله وال برید شوی
په بورکینافاسو کې د کاتولیکو مسیحیانو په یوې کلیسا د برید په نتیجه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د نوموړي هیواد د خبري رسنیو د خبر له مخې د سانماتینګا د ایالت اړوند د دابلو په سیمه کې وسله والو کسانو د کاتولیکو مسیحیانو اړوند په کلیسا د یکشنبې د دیني مراسمو پر مهال وسله وال برید وکړ.
ویل کیږي برید کوونکو په کلیسا کې په عبادت بوختو کسانو ډزې وکړې چې په پایله کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې په نوموړي هیواد کې نږدې دوه اوونۍ مخکې د سوم ایالت اړوند سیلګادي په ښار کې هم د پروتیستان یانو مسیحیانو په کلیسا وسله وال برید شوی وو چې په پایله کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د ویلو ده چې بورکینافاسو د ۲۰۱۵ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو د ستونزې سره لاس او ګریوان دی.
ویل کیږي لومړی د هیواد شمالي او سواحلي برخو کې بریدونه رامنځته کیدل چې وروسته يي لمن د هیواد لویدیځ او مرکزي سیمو ته هم وغوځیده.
د نوموړي هیواد د ۱۳ منطقو نه په ۷ کې د جنوري د میاشتې د لومړۍ نیټې نه راپدیخوا فوق العاده حالت اعلان شوی دی.