په لندن کې جومات ته د یو شکمن وسله وال د ننوتو مخه ونیول شوه
د انګلستان په پلازمینه لندن کې د یو تن مخ پټه وسله وال لخوا جومات ته د ننوتو د هڅې کولو نه وروسته پولیسو د جومات امنیت ونیو.
د لندن نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تیره شپه په ځايي وخت په لسو بجو او ۴۵ دقیقو د لندن ایلفورد په سیمه کې یو تن چې مخ يي پټ وو او په وسلې هم سمبال وو د سون ګینګ جامع جومات ته د ننوتو هڅه کړې وه چې د مقتدویانو لخوا يي مخه نیول شوې وه.
پولیسو د پيښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته سیمې ته راورسید او د جومات امنیت يي ټینګ کړ.
پیښه د تراویح د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده. ویل کیږي نوموړي شکمن مخ پټي کس چې کله جومات ته د ننوتو هڅه کوله پدې وخت کې د یو ډز غږ هم اوریدل شوی دی.
د لندن پولیسو په سیمه کې د پلټنو نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې د سیمې خلکو ته معلومات ورکړل.
د لندن پولیسو ویلي دي ګمان کیږي د شکمن کس لخوا کارول شوي وسله اصلي نوه. په پیښه کې هیچا ته هیڅډول زیان ندی اوښتی. پيښه د ترهګرۍ سره هم کوم تړاو نلري.
پولیسو ویلي دي چې شکمن کس د پيښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی چې د نیولو په خاطر يي چارې پیل شوي دي. پولیسو ویلي دي چې د جومات امنیت يي ټینګ کړی دی او په پام کې لري چې د یو څه مودې لپاره په سیمه کې پاتې شي.
د ویلو ده چې یو څه موده مخکې په نوي زیلاند کې د جمعې د لمانځه پر مهال په دوو جوماتونو د جمعې د لمانځه پر مهال وسله وال بریدونه وشول چې په پایله کې ۵۱ تنه مړه او ۵۰ تنه نور ټپيان شول.
ددې پيښې نه وروسته په انګلستان کې مسلمانانو د ځان او جوماتونو د امنیت ساتلو په خاطر د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیول کیدو غوښتنه کړې وه.
د ویلو ده چې د نوي زیلاند بریدونو نه وروسته په انګلستان کې هم د برمنګهم په ښار کې په ۶ جوماتونو او نیوکاسټل په ښار کې په یو اسلامي تعلیمي مرکز بریدونه شوي وو. پدې بریدونو کې یواځې جوماتونو او تعلیمي مرکز ته مالي زیان اوښتی وو.
په انګلستان کې د تل ماما په نامه یوې مدني ټولنې ویلي دي چې د نوي زیلاند د پیښې نه وروسته په انګلستان کې هم اسلام فوبیا او پر مسلمانانو د بریدونو کچه لوړه شوې ده.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.