ملګروملتونو سازمان د هنګري پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ ویلي دي چې هنګري د اروپايي ټولنې او نړۍوالو حقوقو  د خپو لاندې کولو سره  دوه افغان کورنۍ  د هیواد نه په زور سره  سربستان ته  شړلي دي.

1198797
ملګروملتونو سازمان د هنګري پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

 

ملګروملتونو سازمان د هنګري پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د ملګروملتونو سازمان د کډوالو د کمشنرۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  هنګړي چارواکيو  د جنوري د میاشتې راهیسې  د سربستان سره په پوله کې په ترانزیت سیمه کې  میشت  دوه افغان کورنۍ  چې د ۷ تنو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ته  تشکیل شوې وه  د مې د میاشتې په اومه نيټه په زور او تهدید سره سربستان لوري ته  شړلي دي. په بیان کې راغلي دي چې  هنګري پلو  نوموړو افغان کورنۍ ته  که چیرې سربستان  لوري ته  تیر نشي  په الوتکه کې به يي افغانستان ته ډیپورت کړي ګواښ کړی وو.

په بیان کې  د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمشنیر فیلیپو ګراندي  له قوله لیکل شوي دي چې  د هنګري لخوا د نوموړو دوو افغان کورنیو د شړولو سره  ددې هیواد په اړه زمونږ  اندیښنې  لا زیاتې شوي دي. هغه ویلي دي چې  هنګري  د کډوالو د کډوالۍ  درخواستونه  پرته د کتو سره د خپلو سختو قوانینو په بهانه  په اوتوماتیک ډول سره  ردوي.

هغه ویلي دي چې  د کډوالو عالي کمشنرۍ  د نوموړو دوو افغان کورنیو د نه شړولو په خاطر  د هنګري د اداراتو سره  خبرې کړې وې  خو ددې ټولو سره سره  هنګري  دا کورنۍ  سربستان ته  وشړلې.

په بیان کې راغلي دي چې نوموړې افغان کورنۍ  په سربستان کې د کډوالو په کمپ کې ځای په ځای کړل شوي دي.

په بیان کې د نوموړو افغان کورنیو له قوله لیکل شوي دي چې  هنګري کې ورسره  ډیر بد او ضد انساني چلند  شوی دی. هنګري  سربستان ته د شړولو نه مخکې پنځه ورځې  لویانو ته  هیڅډول خواړه  نه ورکول  . دوې دا بیان  په هنګري کې د کډوالو په کمپونو کې د کډوالو سره  د ضد انساني چلند  او هغوې ته د خوړو نه ورکولو  په اړه ادعاګانې  په حقیقت بدلوي.



اړوند خبرونه