په برلین کې جوماتونه په بریدونو ګواښل شوي
د جرمني په پلازمینه برلین کې یو جومات ته د سپکاوي ډک لیک سربیره د ګوښ په خاطر یوه مرمۍ هم لیږل شوې ده .
په جرمني کې د اسلامي ټولنې د ملي تفکر د ټولنې اړوند د غازي عثمان پاشا د جامع جومات رئیس علي شینیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې په نوي زیلاند کې په دوو جوماتونو د خونړیو وسله والو بریدونو نه وروسته د تیرو درو اونیو راهیسې په پرله پسې ډول سره د سپکاوۍ او ګواښونو ډک لیکونه رالیږل کیږي.
هغه ویلي دي چې د مسئلې په اړه يي پولیسو ته خبر ورکړی دی. په وروستي لیک کې د سپکاوۍ او ګواښونو سربیره یوه مرمۍ هم رالیږل شوې ده چې دې خبرې د جومات مقتدیان او د سیمې مسلمانان اندیښمن کړي دي.
هغه وویل چې د هرې روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتي پروګرام جوړوي خو سږ کال کیدای شي چې د نوموړي پروګرام په اړه د ډیر زیات غور نه وروسته پریکړه وکړو.
هغه ویلي دي چې د برلین پولیسو د مسئلې په اړه تحقیقات پیل کړي دي خو تر دې دمه د پيښې په تړاو څوک ندي نیول شوي.
د بله پلوه د جرمني رسنیو ویلي دي چې د برلین ایالت د کورنیو چارو سناتور اندریس ګیسل په نوي زیلاند کې په دوو جوماتونو د خونړیو بریدونو نه وروسته د برلین د جوماتونو د امنیت ساتلو په خاطر نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی.
د بله پلوه د جرمني فدرال د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تیر کال په جرمني کې تر ۸۰۰ ډیرو جوماتونو باندې بریدونه شوي دي.