په انګلستان کې پر پنځو جوماتونو بریدونه شوي دي.
د انګلستان د برمینګهام په ښار تیره شپه پر پنځو جوماتونو بریدونه شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکو د شپې لخوا په پنځو جوماتونو د مارتولونو سره د جوماتونو هیندارې ماتې کړي او دیوارونو ته ورته زیان رسولی دی.
پولیسو ویلي دي چې تیره شپه د ۲ بجواو ۳۲ دقیقو پر مهال يي د یو تن لخوا په جومات د مارتول سره د برید کولو په اړه راپور ترلاسه کړ.
۴۲ دقیقې وروسته يي په یو بل جومات د ورته برید په اړه راپور ترلاسه کړ.
ددې پرمختګ نه وروسته پولیسو په جوماتونو ګزمه پیل کړه چې د ګزمې پر مهال يي په دریو نورو جوماتونو د عینې بریدونو شاهدي وکړه.
پولیسو ویلي دي چې پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی یواځې د جوماتونو هیندارې ماتې شوي دي او دیوارونو ته لږ زیان اوښتی دی.
پولیسو په وینا ګمان کوي چې برید کوونکي د یو بل سره تړاو لري. همداشان د پيښې د ځای نه يي دلیلونه او د امنیتي کمرو فلمونه راټول کړي دي .
پولیسو ویلي دي چې په نوي زیلاند کې پر جوماتونو د بریدونو نه وروسته د جوماتونو، کلیساګانو او نورو عبادتځایونو د امنیت د خوندي ساتلو په خاطر د جماعتونو سره نږدې اړتباط ټینګ کړی دی.
پولیسو ویلي دي پداسې حساس وخت کې د ټولنې ټول اقشار باید په هماهنګۍ کې حرکت وکړي.
پولیسو ویلي دي چې د برید په تړاو تر اوسه پورې څوک ندي نیول شوي او د بریدونو لامل هم معلوم ندی خو پدې دوسیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څانګه هم داخله کړې ده .