د نیویارک لوی ځارنوالې د ټرمپ په اړه د تحقیقاتو پیلولو امر کړی
د نیویارک لوی څارنوالې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ په اړه د بانکونو نه د پور اخیستو پر مهال د غلط بیان ورکولو او خپل مال او دارايي د مقدار د زیات ښودولو له امله تحقیقات پیل کړي دي.
د نیویارک لوی څارنوالۍ د ټرمپ پر خلاف هله د تحقیقاتو د پیلولو پریکړه وکړه چې د هغه پخواني د مدافع وکیل مایکل چوهن تیره میاشت د امریکا په کانګرس کې د پوښتنو په ځواب کې ویلي وو چې ټرمپ د بانکونو نه د پور اخیستو پر مهال غلط معلومات ورکړي او د خپل مال او دارايي مقدار يي لوړ ښودلی دی.
د بله پلوه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مسئلې نه د واقفې یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې د نیویارک ایالت لوی څارنوالې لتیتیا جیمز د ټرمپ د سوداګریزو تړونونو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
سرچینې چې د نوم د اخیستو نه ډډه کړې ویلي دي چې محکمې په ځانګړې توګه د دویچه او انویستورز بانکونو ته د ټرمپ د املاکو د پروژو اړوند د ټولو حسابونو او پيسو د حرکت په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په خاطر جلب لیږلی دی.
محکمې بانکونو ته په استولي جلب کې د دونالد ټرمپ د قرضو د غوښتنلیکونو، د بانک سره د ګرو شوو املاکو، د اخیستو بانکي قرضو، په واشنګټن کې د ټرمپ انټرنیشنل هوټل، په شیکاګو او نیویارک کې د غیرمنقول اموالو او په میامي کې د ګولف د میدانونو اړوند د ټولو معلوماتو غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ پخوانی خاص د مدافع وکیل مایکل چوهن چې د روسیې اړوند د تحقیقاتو په ترڅ کې په بند محکوم شوی دی تیره میاشت د کانګرس پوښتنې ځواب کړې. هغه د ځوابونو په ترڅ کې ویلي وو چې ټرمپ د بانکي قرضو د ترلاسه کولو په خاطر ناسم بیانونه ورکړي او خپل مال او دارايي رقم يي ډیر لوړ ښودلی دی. همداشان ټرمپ د مالیاتو د ورکولو په خاطر بیا د خپل مال او دارايي رقم ډیر ټیټ ښودلی دی.
مایکل چوهن به د مې په ۶ مه نیټه زندان ته واستول شي. هغه د ټرمپ سره د نامشروع اړیکو درلودونکو دوو ښځو ته د پيسو په ورکولو سره د هغوې د خولې د ټپولوو، د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د تمویل د شرایطو نه په سرغړونې، بانکونو ته د فریب ورکولو او په یو زیات شمیر نورو تورونو تورن دی.
د ویلو ده چې مایکل چوهن د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د محکمې لخوا په دریو کلونو بند محکوم کړی شو.