روسيې  د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د ترکيې نه وروسته روسیې د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه

1152662
روسيې  د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا  جدي او بیړنیو  اصلاحاتو ته اړتیا لري.

لاوروف  دا څرګندونې د ویتنام  د هو چي مینح  په ښار کې جوړ شوي  نړۍوال کنفرانس ته  په وینا کې وکړې. هغه وویل چې  په نړۍ کې د پرمختګ په حال کې سیمې  د امنیت په شورا کې  استازي نلري . د امنیت په شورا کې ددې سیمو استازیتوب  کافي ندی.

هغه وویل چې د امنیت شورا نن ورځ  د اسیا، افریقا او لاتینې امریکا  د پرمختګ په حال کې  د سیمو په استازیتوب کې  پاتې راغلې ده . هغه وویل چې  د امنیت په شورا کې  باید وار د مخه  اصلاحات رامنځته شوي وی.

هغه وویل چې د امنیت  شورا  یوه  دریمه  برخه  د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه تشکیلوي. همداشان  پدې شورا کې د تاریخي لویدیځو هیوادونو  اضافه کول  کومه ګټه نلري.

د ملګروملتونو د امنیت شورا  د ۵ دیمي او ۱۵ موقتي غړیو نه جوړه ده.

د امنیت شورا دایمي  غړي  امریکا، روسیه، چین، فرانسه او انګلستان دي چې دا هیوادونه  د ویتو حق نه برښمند دي.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اوږدو کلونو راهیسې  د امنیت په شورا کې  د اصلاحاتو غوښتنه کوي. هغه په هر فرصت کې ددې خبرې په ټینګار وايي چې نړۍ د پنځو نه  لویه ده او د امنیت په شورا کې  باید  جدي اصلاحات راوستل شي.



اړوند خبرونه