په جموکشمیر کې د پولیسو او جلا غوښتونکو ترمنځه سخته نښته شوې

په جمو کشمیر کې دوه تنه بیلتون غوښتونکي ووژل شول

1144256
په جموکشمیر کې د پولیسو او جلا غوښتونکو ترمنځه سخته نښته شوې

د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې  د امنیتي ځواکونو  او بیلتون غوښتونکو ترمنځه  په نښته کې  ۲ تنه  بیلتون غوښتونکو ژوند  د لاسه ورکړ.

د سیمه ایزو خبري رسنیو د خبر له مخې  پولیسو د  یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته بودګام  د سیمې اړوند  چادورا په کلي چاپه واچوله.

پولیسو ویلي دي چې د چاپې پر مهال  د بیلتون غوښتونکو  د برید سره  مخامخ شول او نښته پیل شوه.

په نښته کې دوه تنه بیلتون غوښتونکي  وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا پدې  چاپه  کې  د بیلتون غوښتونکو اړوند ګن شمیر وسلې او مهمات هم  نیولي دي.

پولیسو  د نښتې پر مهال د سیمې په خلکو د کورونو نه د نه راوتو  غوښتنه کړې وه.



اړوند خبرونه