د روسیې د اورال په سیمه کې په یوې څو پوړیزې ودانۍ کې چاودنه وشوه.
په روسیه کې په یو څوپوړیزه ودانۍ کې چاودنه شوې
د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د ګازو په نللیکه کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي پدې پيښه کې ۳ تنه مړه، ۳ تنه ټپيان او ۷۹ تنه نور لا درکه شوي دي.
د روسیې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د اورال د سیمې د ماګني توګورسک په ښار کې رامنځته شوې ده .
پيښه په ځايي وخت د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده. د روسیې فدرال امنیتي اژانس ویلي دي چې چاودنه د ګازو په نللیکه کې رامنځته شوې ده . یاد شوي آژانس پدې پیښه کې د ۳ تنو د وژل کیدو او ۳ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت بیا ویلي دي چې د چاودنې له امله د څو پوړیزې ودانۍ یوه برخه په کامله توګه تخریب شوې ده . وزارت ویلي دي چې د ژغورنې چارې دوام لري. د یو تن ماشوم په ګډون ۱۰ تنه ژوندي ژغورل شوي دي خو ۷۹ تنه اوس هم لا درکه دي.
سیمې ته په سلګونو تنه د ژغورنې پرسونل استول شوی دی.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.