جاپان په سلګونو زرو تنو بهرنیو کارګرانو ته اړتیا لري
جاپان چې نفوس يي په چټکه توګه مخ په زړیدو دی د هیواد د کاري اړتیاوو د پوره کولو په خاطر په راتلوونکو کلونو کې په سلګونو زره تنه بهرنیو کارګرانو ته اړتیا لري.
جاپان د ویزې نوی سیستم چې د اپریل په میاشت کې نافذیږي تمه کیږي چې د نوو کارګرانو لپاره نوې هیلې راژوندۍ کړي.
د بله پلوه د جاپان حکومت په هیواد کې د بهرنیو کارګرانو د حقوقو د لا ښه کولو په خاطر په پام کې لري چې ځینې ګامونه اوچت کړي.
د جاپان حکومت لومړی په هیواد کې د موجودو بهرنیو کارګرانو د کاري شرایطو د ښه کولو او ورځني ژوند د کچې د لوړولو په خاطر په ځینو تدابیرو نیولو پیل کړی دی.
حکومت په پام کې لري چې د بهرنیو کارګرانو کاري ساعتونه تنظیم، تنخواګانې لوړې او کاري امنیت کچه لا پسې لوړه کړي.
د یادولو وړ ده چې د جاپان په حکومت د بهرنیو کارګرانو د خرابو کاري شرایطو د ټیټو تنخواګانو له امله سختې نیوکې کیږي.
همداشان داسې ادعاګانې هم شتون لري چې په جاپان کې بهرني کارګرانو د ستاژرو کارګرانو په توګه په ډیره کمه تنخوا په دندو ګمارل کیږي او د هغوي ټول حقونه استثمار کیږي.
همداشان د مدافع وکیلانو یوې ډلې ویلي دي چې په جاپان کې ډیری فابریکې د بهرنیو کارګرانو نه د ستاژرو کارګرانو په توګه په ډیره ټیټه تنخوا استفاده کوي او په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوي.
همداشان هغه کسان چې په جاپان کې بهرنیو کارګرانو ته د کار زمینه برابروي د هغوې نه ډیرې زیاتې پیسې اخلي او حتا ډیری د جبري کار کولو په خاطر پوروړي کوي.
د جاپان حکومت په پام کې لري چې ددینه وروسته ددې ډول خپل سریو او د بهرنیو کارګرانو نه د ناوړه ګټې پورته کولو مخه ونیسي.
جاپان حکومت په پام کې لري چې ددینه وروسته بهرني کارګرانو د هیوادونو سره د تړونو له مخې هیواد ته راولي.