په اندونیزیا کې د مړو شمیره د لوړیدو په حال کې ده

په اندونیزیا کې دوه ورځې مخکې د رامنځته شوي سونامي له امله د مړو شمیره ۳۷۳ تنو ته لوړه شوه.

1112884
په اندونیزیا کې د مړو شمیره د لوړیدو په حال کې ده

 

د اندونیزیا  د ناورین پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې  د دسمبر په ۲۲ مه نیټه  د سوماترا او جاوا د  ټاپوګانو ترمنځه  سونډا په تنګي  کې  د رامنځته شوي  سونامي  په پایله کې د مړو شمیر ۳۷۳ تنو ته لوړه شوې ده .

پدې پیښه کې  ۱۴۵۹ تنه ټپيان شوي دي او ۱۲۸ تنه  اوس هم  لا درکه دي.

يادې شوې ادارې ویلي دي چې  په سونامي ځپلو سیمو کې  د ژغورنې  او خلکو د تخلیې چارې اوس هم  دوام لري. یو زیات شمیر سیمې شتون لري چې  د ژغورنې ډلې  تر اوسه ورته رسیدلي ندي.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې  کیدای شي چې د مړو شمیره لا پسې لوړه شي.

د ویلو ده چې  په اندونیزیا کې  د اناک کراکاتاو په غره کې  د اورشیندنې  د پیلیدو په پایله کې  دا سونامي رامنځته شو.

د تیرې سپټمبر په میاشت کې هم  د اناک کراکاتاو په غره کې  د اورشیندنې د پیلیدو له امله د سونامي  خبرداری ورکړ شوی وو.



اړوند خبرونه