چین د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر لي یوچینګ د واشنګټن د حکومت نه د ( هوواي ) د شرکت د مالي چارو د مشر مینګ وانکو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې په بیجینګ کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر په عاجله توګه د بهرنیو چارو وزارت ته راوبلل شو.
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر لی یوچینګ د امریکا د سفیر سره پدې بیړنۍ لیدنه کې د امریکا لخوا د ( هوواي ) د شرکت د مالي چارو د مشر مینګ وانکو د نیولو اړوند د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. هغه ویلي دي چې امریکا باید ددې بې منطقه پریکړې نه لاس په سر شي.
هغه وویل چې د امریکا دا اقدام د چین د وګړو قانوني حقونه او منافع د خپو لاندې کول دي. دا اقدام په تر وروستۍ درجې وخیمې پایلې لري.
دا امریکا دا اقدام یو ډیر چټل اقدام دی.
مرستیال وویل چې چین د امریکا لخوا د ( هوواي ) د شرکت یو تن چارواکي د نیول کیدو پریکړې سره سخت مخالفت کوي . هغه په امریکا غږ وکړ چې د چین دې جدي غوښتنې ته باید ځواب ووايي، دا غطا باید سمه کړي او هر څه ژر د چینیايي وګړو د نیولو امر باید لغوه کړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي دي چې چین به د امریکا د چلند په مطابق حرکت وکړي او تدابیر به ونیسي.
چین د تیرې خالي پر ورځ په بیجینګ کې د کاناډا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته رابللی وو او هغه ته يي ویلي وو چې کاناډا باید د ( هوواي ) د شرکت د مشر د قانوني حقونو نه دفاع وکړي او د نه کولو په صورت کې کاناډا مجبوره ده چې ددې خبرې بدل پرې کړي.
د یادولو وړ ده چې د چین د تکنالوژۍ د مشهور شرکت ( هوواي ) یو د مالي چارو مشره مینګ وانک د امریکا لخوا په ایران د لګولو بندیزونو نه د سرغړونې په تور د تورنیدو نه وروسته د کاناډا د وانکوور په ښار کې ونیول شوه.
د ویلو ده چې نوموړې پداسې حال کې ونیول شوه چې د امریکا ولسمشر د جي شل سرمشریزې په چوکاټ کې د چین د ولسمشر سره د امریکا او چین ترمنځه د روانې تجاري جګړې پر سر خبرې وکړې.
چین حکومت د نوموړې د نیول کیدو نه سمدلاسه وروسته کاناډا هیواد د بشري حقونو نه په سرغړونه تورن کړ او هر څه ژر د نوموړې د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د چین خبري رسنیو ددې خبرې پړه پر امریکا واچوله او وویل چې امریکا د چین او د ( هوواي ) د شرکت وده زغملی نشي او پدې ډول غواړي چې یاد شوي شرکت ته زیان ورسوي.