په جرمني کې د برښنايي موټرو د سکتور د ودې سره به ډیر خلک خپلې دندې د لاسه ورکړي
تحقیقاتو ښودلې ده چې د برښنايي موټرو د سکتور د ودې سره به په لسګونو زره تنه خپلې دندې د لاسه ورکړي
په جرمني کې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د ډیزلي او پطرولي موټرو ځای د برښنايي موټرو سره د نیول کیدو له امله ۱۱۴ تنه زره تنه خپلې دندې د لاسه ورکړي.
د المان د استخدام او مسلکي څیړونو انیستیتیوت لخوا د ترسره شوو څیړونو په پایله کې جوته شوې ده چې د برښنايي موټرو د ډیریدو او لا زیات مروجیدو سره به ډیر زیات خلک خپلې دندې د لاسه ورکړي.
پدې څیړنه کې اټکل شوی دی چې تر ۲۰۳۵ م کاله پورې به ددې سکتور ۱۱۴ زره تنه خپلې دندې د لاسه ورکړي. همداشان اقتصاد ته به هم ۲۰ میلیارده ډالره زیان ورسیږي.
یاد شوي انیستیتیوت ویلي دي چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې به د جرمني ۲۳ سلنه موټرې برښنايي شي.
په څیړونو کې راغلي دي دا چې برښنايي ماشینونه د تیلي ماشینونو په پرتله ۳۰ سلنه کم مصرفه دي او ژر جوړیږي دا هم د بې کارۍ لپاره زمینه پرانیزي.
په څیړونو کې راغلي دي چې د برښنايي موټرو د سکتور د ودې سره به ۱۶ زرو تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.
په جرمني کې څه باندې یو میلیون تنه د موټر جوړولو په سکتور کې په کار بوخت دي.