امریکا : روسیې د منځواټنه اټومي قوتونو د تړون نه سرغړونه کړې

امریکا : د روسیې سره لاسلیک شوی د منځ واټنه اټومي قوتونو تړون خپل اهمیت د لاسه ورکړی

1100634
امریکا : روسیې د منځواټنه اټومي قوتونو د تړون نه سرغړونه کړې

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو  وویل چې روسیې  د منځ واټنه اټومي قوتونو  د تړون  مسئولیتونه  ندي پر ځای کړي. هغه  وویل چې  روسیې ته  د نوموړو مسئولیتونو د پر ځای کولو په خاطر  ۶۰ ورځې مهلت ورکوو.

هغه  زیاته کړه چې  امریکا  لپاره دې تړون  خپل اهمیت  د لاسه ورکړی  دی.

مایک پومپیو دا څرګندونې  د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې  د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو  د غونډې  د لومړنۍ ناستې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې  روسیې  د منځواټنه اټومي قوتونو د تړون  مسئولیتونه  ندي پر ځای کړي. مونږ باید ددې خبرې په مقابل کې ودریږو.

پومپیو زیاته کړه چې  د روسیې لخوا  ددې تړون نه د سرغړونو  سره سره  مونږ  ډیر صبر  وکړ  او د حوصلې نه مو کار واخیست. مونږ  دې هیواد ته د قناعت ورکولو هڅه وکړه.

هغه وویل چې روسیې  ددې تړون پر خلاف  تر اوسه پورې  یو زیات شمیر منځ واټنه اس اس سي ۸ توغندي  جوړ کړي دي. روسېې په ښکاره توګه ددې تړون نه سرغړونه کړې ده .

روسیه  د وسلو د کنټرول  په مسله کې  تل  درغلۍ کوي. د روسیې  نوي توغندي د اروپا لپاره  مخامخ  تهدید دی.

د روسیې  دا ډول اقدامات  او ګامونه  امریکا او د امریکا  د متفقونو  امنیت  د ننګونو او ګواښونو سره مخامخ کړی دی. د روسیې  د تیریو  له امله  د امریکا لپاره  دې تړون خپل اهمیت  د لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې  امریکا  روسیې ته  ددې تړون د مسئولیتونو د ادا کولو په خاطر  ۶۰ ورځې مهلت ورکړی دی. د ناټو غړي هم پدې مسله کې ټول همفکره  دي.

ددې ۶۰ ورځو په دننه کې به امریکا ددې تړون په چوکاټ کې  هیڅډول  د توغندي  سیستم  جوړ ، ازمایښت یا په کومه سیمه کې ځای پر ځای نکړي. هغه وویل چې  د منځ واټنه  اټومي قوتونو د تړون نه د جلا کیدو  په خاطر د خبردارۍ موده  بیا  د نوموړو ۶۰ ورځو  مهلت  د پایته رسیدو نه وروسته  پيلیږي.

پومپیو  مسکو  د قواننینو او تړونونو نه په سرغړونې تورن کړ  او وویل چې  روسیې د نوموړي تړون پر خلاف  د تولید کړو توغندیو نه  تر ۲۰۱۷ کال  پورې انکار کولو.

هغه وویل چې  امریکا  خپل امنیت ته د ګواښ له امله  د هیڅډول نړۍوال تړون نه ملاتړ نکوي. که چیرې  روسیه  خپل فکر  ته  تغیر ورکړي او د جوړو کړو توغندیو سیستم  له منځه یوسي  دې خبرې نه به  تود هر کلی وکړي.

روسیه ددې لپاره  ۶۰ ورځې وخت لري. هغه وویل چې  تړون  دوه اړخیزه  ده  خو یواځې یو پل پرې  عمل کوي. د همدې امله  دېته تړون  ویلی نشو. امریکا  او متفقین يي د روسیې  د حقوقو او قوانینو  ضد په  سیاستونو سترګې پټولی نشي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  تیره میاشت وویل چې  د منځواټنه  اټومي قوتونو د تړون نه  یی د وتو کیدو پریکړه  کړې ده .

ټرمپ ویلي وو چې  روسیې  د کلونو کلونو راهیسې  منع  وسلې  تولید کړي دي  او پدې ډول يي  د نوموړي تړون نه په ښکاره توګه سرغړونه کړې ده .

د بله پلوه  د امریکا  د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایکل بولتون  مسکو ته  د سفر سره  د منځ واټنه اټومي قوتونو د تړون  نه د امریکا د وتو  مسله  پخپله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  ته وکړه.

د ویلو ده چې  امریکا  او روسیې په ۱۹۸۷ کال کې  د منځواټنه  اټومي قوتونو د تړون په لاسلیکولو سره  منځواټنه توغندیو تولید  منع کړی وو. دا تړون د امریکا د وخت ولسمشر رونالد ریګن  او د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر میخایل ګورباچوف  ترمنځه لاسلیک شوی وو.

د شوروي اتحاد  د ړنګیدو نه وروسته هم  د روسیې  فدراسیون او امریکا ترمنځه تړون  دوام وکړ.

د نوموړي تړون له مخې  امریکا  او روسيې  دواړو د ۵۰۰ نه تر ۵۰۰۰ کیلومتره واټنه پورې  ۲۵۰۰ توغندي  له منځه وړي وو.



اړوند خبرونه