د نړۍ  د نامتو فزیکپوه  البرت انیشټین په لاس لیکل شوی لیک په بولۍ کې وپلورل شو

د نړۍ  د نامتو فزیکپوه  البرت انیشټین لیکل په نیویارک کې په بولۍ کې وپلورل شو

1100969
د نړۍ  د نامتو فزیکپوه  البرت انیشټین په لاس لیکل شوی لیک په بولۍ کې وپلورل شو

 د نړۍ  د نامتو فزیکپوه  البرت انیشټین  لخوا الماني فیلسوف ایرک ګوتکایند  ته  لیک  چې د دین او یهودي هویت اړوند  پکې  خپل نظر ته  ځای ورکړی وو  په بولۍ کې  په ۲ عشاریه ۹ میلیونه ډالره  وپلورل شو.

د بي بي سي  د خبر له مخې  د انیشټین دا قلمي  لیک  د نیویارک د کریستي د بولۍ  په مرکز کې  خرڅلاو ته وړانډې شو.

د نوبل د جایزې ګټوونکي  فزیکپوه  انیشټین  دا لیک  په ۱۹۵۴ کال کې په ۷۴ کلنۍ کې  لیکلی دی. هغه  پدې لیک کې  د یو عالم د مسیحیت او یهودي هویت اړوند  خپل  فکر  بیان کړی دی.

نوموړي  پدې لیک کې  چې الماني فیلسوف  ګوتکایند ته يي لیکلی  دی  ویلي دي چې ددې لپاره  الهي  فکر  هیڅ کوم اهمیت نلري  او ټول دینونه  د افسانو نه عبارت دي.

هغه پدې لیک کې ویلي دي چې  الهي احکام  ددې لپاره  د یو بیان نه  ډیر اهمیت نلري. انسان  په اصل کې  ضعیف النفسه دی. انجیل  ته  احترام  لري  خو  د بعضو نوو او پخوانیو افسانو  یوه مجموعه ده.

هغه ویلي دي چې  د هیڅکوم  هوښیار  کس  فکر  او نظر  ما  د خپل دې نظریې نه  لاس په سر کولی نشي.

هغه ویلي دي چې  زه  د یو یهودي په توګه  یهودي  خلکو ته  صادق یم  خو  زما  لپاره  دوې  د نورو  خلکو سره  د ذرې په اندازه  کوم  توپیر  نلري.



اړوند خبرونه