په اندونیزیا کې ۳۱ تنه کارګران په قتل ورسول شول

په اندونیزیا کې بیلتون غوښتونکې ډلې ۳۱ تنه کارګران ووژل

1100018
په اندونیزیا کې ۳۱ تنه کارګران په قتل ورسول شول

د اندونیزیا  په لویدیځ کې  د پاپوا  په ایالت کې  په یو وسله وال برید کې لږ تر لږه  ۳۱ تنه وژل شوي دي.

د اندونیزیا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پاپوا  د ملي ازادۍ د اردو په نامه  بیلتون غوښتونکې ډلې  د دوګا  په سیمه کې  د یو پل جوړونې په کارګرانو  وسله وال برید وکړ.

ویل کیږي پدې برید کې لږ تر لږه  ۲۴ تنه  کارګران  وژل شوي وو او ځینې نور بیا په تیښته بریالي شوي وو.

په تیښته بریالي  کارګران  چې په سیمه کې په یو کور کې چې ویل کیږي د پارلمان  د وکیل کور وو  پناه وړې وه. وسله والو کسانو پدې کور هم  برید وکړ چې او ۷ تنه نور کارګران يی هم  ووژل.

د برید لامل  تر اوسه پورې معلوم  ندی.  د ویلو ده  چې  د پاپوا د ایالت  بیلتون غوښتونکي  د اندونیزیا نه د خپلواکۍ په خاطر  فعالیت کوي

 



اړوند خبرونه