په مالیزیا کې چاودنه وشوه
په مالیزیا کې په یوې پلازه کې چاودنه شوې
1100212
په مالیزیا کې په یوې پلازه کې کې چاودنه وشوه.
د مالیزیا امنیتي سرچینو ویلي دي چې نن سې شنبه د غرمې نه وروسته ساراواک د ایالت اړوند کوچینګ په ښار کې په یوې پلازه کې چاودنه وشوه.
په چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
سیمه ایزو خبري رسنیو ویلي دي چې د چاودنې اصلي لامل تر اوسه پورې ناڅرګند دی او سیمه د پولیسو لخوا کلا بنده شوې ده . یواځې روغتیايي پرسونل او امبولانسونو ته سیمې ته د تلو اجازه ورکول کیږي.
تر اوسه پورې د دریو تنو مړي روغتونونو ته انتقال شوي دي. پدې پيښه کې ۱۸ تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت يي ښه ندی.
امنیتي سرچینو بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې ګمان کیږي چاودنه د ګازو د پایپ د لیک له امله رامنځته شوي وي.