د انټرپول نوی رئیس وټاکل شو
د نړۍوالو پولیسو انټرپول سازمان لپاره نوی مشر وټاکل شو.
د انټرپول سازمان نن چارشنبه د یو بیان په خپرولو سره د خپل نوي مشر د ټاکلو نه خبر ورکړ. په بیان کې راغلي دي چې کیم جونګ یانګ د انټرپول د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې د سویلي کوریا د پولیسو دې افسر کیم جونګ یانګ د انټرپول د پخواني مشر د ناڅاپي استعفا نه وروسته د انټرپول د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
د انټرپول نوی مشر په دوبۍ کې په عمومي غونډه کې د رای اچونې په پایله کې ټاکل شوی دی. د انټرپول نوي مشر پدې رای اچونه کې لږ تر لږه د درو نه د دوو برخو رایو په ترلاسه کولو سره د نوي مشر په توګه وتاکل شو.
ویل کیږي پدې سیالۍ کې د کیم جونګ یانګ په مقابل کې د روسیې د کورنیو چارو د وزارت یو تن جګپوړي چارواکي الکساندر پروکوپچوک ولاړ وو.
د یادولو وړ ده چې د انټرپول پخوانی مشر د چین په پلازمینه بیجینګ کې د نیول کیدو نه وروسته د له مخې دندې استعفا وکړه. چین ویلي وو چې د انټرپول پخوانی رئیس پدې هیواد کې د بعضو سرغړونو له امله د قضايي تعقیب لاندې قرار لري.
کیم جونګ یانګ د دوو کلونو لپاره د انټرپول د رئیس په توګه وټاکل شو.