امریکا پر حزب الله ډلې نوي بندیزونه ولګول

امریکا د حزب الله د ډلې د مشر زوی د نړۍوالو ترهګرو په لست کې شامل کړ

1087447
امریکا پر حزب الله ډلې نوي بندیزونه ولګول

امریکا  متحده ایالتونو  د حزب الله د ډلې مشر حسن نصرالله زوی  جواد نصرالله  او د مجاهدینو غنډ  د نړۍوالو ترهګرو په لست کې شامل کړل.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  دا پریکړه د امریکا  وګړو او ملي امنیت ته د ګواښ مخامخکوونکو کسانو او ډلو  پر خلاف د لیګیدونکو  بندیزونو په چوکاټ کې  شوې ده .

په بیان کې راغلي دي چې دا پریکړه  به  د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصر الله د زوی او مجاهدینو  د غنډ لخوا  د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو  په خاطر د مالي سرچینو د موندولو  مخه ونیسي.

د امریکا  د قضايي ارګانونو د څار لاندې  به  په امریکا کې ددې کسانو  اړوند مال او دارايي ګانو کنګل  شي  او ددوې سره به په هر ډول  تجاري او نورو اړیکو بندیز ولګول شي.

په بیان کې راغلي دي چې  دا بندیزونه په اصل کې پر ایران د لګولو شوو بندیزونو سره  هم  ارتباط لري. امریکا به پر ایران  تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي  او لګولي دي.

په بیان کې راغلي دي چې ددې سربیره  په عراق کې په عملیاتي، استخباراتو او مالي برخو کې په فعالیت  بوختو  د حزب الله د ډلې ۴ تنه  مهم کسان هم  په نښه شوي  او د خزانې د وزارت لخوا  په تور لست کې شامل کړی شوي دي.

د ویلو ده چې د حزب الله د ډلې مشر  حسن نصر الله زوی  جواد نصر الله  په ځانګړې توګه د اشغال لاندې  فلسطین خاورې، اردن او مصر  کې  استخباراتي فعالیتونه  پر مخ وړي، وسلې او مهمات  پیري او د اسراییلو د رژیم  پر خلاف  عملیات  او بریدونه  پلانوي. هغه پدې اړه  یوه  ډله هم  جوړه کړې ده.



اړوند خبرونه