په امریکا کې د اورلګیدنې د فلاکت له امله د مړو شمیر د پام وړ لوړه شوه

په امریکا  متحده ایالتونو کې د اورلیګدنې له امله  د مړو شمیره  ۴۴ تنو ته لوړه شوه.

1086553
په امریکا کې د اورلګیدنې د فلاکت له امله د مړو شمیر د پام وړ لوړه شوه

د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورنیا ایالت په شمال کې د پردایس  یا جنت  په سیمه کې د نوامبر په ۸ مه نیټه  پیل شوې  اورلګیدنه  په تلو تلو کې  د لویدو په حال کې ده . د ویلو ده چې  په ځنګلونو کې پیل شوې  اورلګیدنه  د ډیر قوي  باد  له امله  نورو سیمو ته  خوره شوې ده .

د سیمې  د پولیسو  مشر  کوري هانیه خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د نوموړې اورلګیدنې له امله تر اوسه پورې  ۴۴ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او تر ۲۰۰ تنو ډیر کسان  لا درکه دي.

هغه  ویلي دي چې دا اورلګیدنه  د کالیفورنیا  د ایالت په تاریخ کې تر ټولو  وژونکې  اورلګیدنه ده.

د چارواکیو په وینا  نوموړې اورلګیدنې  تر اوسه پورې  تر ۷ زرو ډیر کورونه، بنګلې، ښوونځي، دوکانونه، هټۍ ګانې  او مارکیټونه  سوځولي دي.

دې اورلګیدنې  د امریکا  او لویدیځې نړۍ  د یو زیات شمیر مشهورو  څیرو  میلیوني  بنګلې هم  په سکرو  بدلې کړي دي.

اورلګیدنې د کالیفورنیا  ایالت د مالیبو په سیمه کې  د میشتو  نامتو څیرو  لکه کامیل ګرامر، پاولا پاټون، اپریل لاف جیري،رابن ټکي،ګیرارد بټلر،سکاټ ډیریکسن، بلیکا بلان، کیټین جینیر، لیډي ګاګا، ګیلرمو ډیل تور، الیس میلا، راین ولسن، کیم کاردشیان  او یو زیات شمیر نورو مشهورو څیرو  میلیون ډالري  بنګلې او موټرې  په سکروټو بدلې کړی دي.

د امریکا او لویدیځې نړۍ  یو زیات شمیر مشهورو څیرو  د ټولنیزې مډیا له لارې  پدې اورلګیدنه کې د هغوې د بنګلونو د سوځیدو نه  خبر ورکړی دی.

د بله پلوه  ترکیې  د نوموړې پیښې له امله امریکا ته  د ډاډګیرنې  پیغام  خپور کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي  پیغام کې  راغلي دي چې  په ډیر خواشینۍ سره  مو   د امریکا د کالیفورنیا  په ایالت کې  په روانه  اورلګیدنه کې  د یو زیات شمیر ځاني  او مالي زیانونو  خبر ترلاسه کړ.

د نوموړي  ستر فلاکت  د قربانیانو کورنیو  او د امریکا خلکو  او حکومت ته د تسلیت  مراتب وړاندې کوو.  



اړوند خبرونه