انګ سان سوچي ته یو بل مهم ګوزار .
د بښنې نړۍوال سازمان انګ سان سوچي ته ورکړې جایزه لغوه کړه
د میانمار د واکمن ګوند مشرې د ولسمشرۍ د چارو مسئولې او د بهرنیو چارو وزیرې انک سان سوچي نه یوه بله نړۍواله جایزه هم بیرته واخیستل شوه.
داځل د بښنې نړۍوالې سازمان په ۲۰۰۹ کال کې انګ سان سوچي ته ورکړې د
( وجدان د سفیرې ) جایزه د هغه نه بیرته واخیسته.
د بښنې نړۍوال سازمان دا پریکړه پرون د دوشنبې ورځ د نوامبر دولسمه وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د بښنې نړۍوال سازمان د انګ سان سوچي نه د جایزې د بیرته اخیستو لامل په نوموړي هیواد کې د پوځ او افراطي ډلو لخوا د روهینګیايي مسلمانانو د قتل عامونو او پر هغوې په روانو ظلمونو د انګ سان سوچي د سترګو پټول او بې تفاوته پاتې کیدل په ګوته کړي دي.
د یادولو وړ ده چې د میانمار پوځ تیر کال د روهینګیايي مسلمانانو په قتل عامونو نسل کشۍ لاس پورې کړ. د میانمار پوځ د نوموړو قتل عامونو او نسل کشۍ او ظلمونو له امله نږدې ۷۵۰ زره تنه روهینګیايي مسلمانان د خپل کور او کلو پریښود او بنګلادیش او نورو هیوادونو ته کډه کیدو ته مجبور شول.
د ملګروملتونو سازمان په میانمار کې د روهینګیايي مسلمانانو پر خلاف د میانمار د پوځ لخوا د ترسره شوو تحقیقاتو په پایله کې اعلان وکړ چې دا په ښکاره توګه نسل کشي ده. دا په ښکاره توګه قتل عام دی.
د ویلو ده چې یو زیات شمیر هیوادونو او نړۍوالو سازمانونو انګ سان سوچي ته ورکړې جایزې او افتخاري تابعیتونه بیرته ترینه واخیستل.
د بښنې نړۍوال سازمان هم پرون د انګ سان سوچي نه د وجدان د سفیرې د جایزې د بیرته اخیستو پریکړه وکړه.
بښنې نړۍوال سازمان د هغه جایزه لغوه کړه .