په امریکا کې په اورلګیدنه کې د نامتو څیرو بنګلي هم سوځیدلي
په کلیفورنیا کې اورلګیدنه دوام لري.
د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوه.
د ویلو ده چې دې اورلګیدنې د امریکا او نړۍ لویدیځۍ نړۍ د مهمو سینمايي څیرو او هنرمندان میلیون ډالري کورونه هم په سکروټو بدل کړي دي.
دا اورلګیدنه د کلفورنیا ایالت سویلي برخو کې په ځنګلونو کې رامنځته شوه او په ډیر کم وخت کې د اور لمبې د جنت په نامې سیمې ته چیرته چې د لویدیځې نړۍ د مشهورو څیرو بنګلو شتون درلود ورسیدې. د ویلو ده چې پدې اورلګیدنه کې د امریکا د نامتو څیرو لکه کیم کاردیشیان، لیډې ګاګا، جمیله ګرامر میر، روبین تیک، الیسا میلانو، راین ویلسن او سکوټ بایو په څیر د یو زیات شمیر مشهورو څیرو میلیون ډالري بنګلي سوځیدلي دي.
پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا اورلګیدنه څو ورځې کیږي چې دوام لري. اورلګیدنې د ځاني زیانونو سربیره په سلګونو میلیونه ډالره مالي زیانونه هم اړولي دي.