يو بل هيواد هم پر سعودي عربستان د وسلو پر پلورولو بنديز ولګو

ناروې هم پر سعودي عربستان بنديز ولګو

1085096
يو بل هيواد هم پر سعودي عربستان د وسلو پر پلورولو بنديز ولګو

يو بل هيواد هم په سعودي عربستان د وسلو په پلورولو بنديز ولګو. 

ناروې پر سعودي عربستان د وسلو په پلورولو  بنديز ولګو. 

دا خبره د ناروې د بهرنيو چارو وزير د يو تلويزيون سره په مرکه کې وکړه . 

هغه وويل چې هيواد يي په يمن کې روانو حالاتو او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په نظر کې نيولو سره پر سعودي عربستان د وسلو،مهماتو او ټولو پوځي تجهيزاتو په پلورولو د بنديز لګولو پريکړه وکړه.

هغه دې پوښتنې ته چې دا بنديز د سعودي عربستان د منتقد او مخالف ژورنالست د پيښې سره کوم تړاو لري او که نه ځواب ورکولو نه ډډه وکړه. 

د ويلو ده چې يو څه موده مخکې جرمني او کاناډا هم پر سعودي عربستان د وسلو پر پلورولو بنديز ولګو. 

 



اړوند خبرونه