ټرمپ : د مکسیکو پولو ته به د لسو نه تر ۱۵ زرو تنو پورې سرتیري ولیږو
ټرمپ : په هر قیمت چې کیږي د منځني امریکا نه د امریکا پر لورې راروانو کډوالو ته به امریکا ته د راننوتو اجازه ورنکړو
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې هیواد ته د لاتینې امریکا د کډوالو د راتګ د مخنیوي په خاطر به د مکسیکو پولو ته د لسو تر ۱۵ زرو پورې عسکر ولیږي.
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړې.
ټرمپ وویل چې د لاتینې امریکا نه د امریکا پر لورې راروان شوو کډوالو ته به امریکا ته د راداخلیدو اجازه ورنکړي.
هغه وویل چې په سیمه کې د پوله ساتو د کډوالۍ او ګمرکي محافظینو سربیره د مکسیکو پولو ته د لسو نه تر ۱۵ زرو پورې عسکر ولیږي. هیچا ته به زمونږ پولو نه د راتیریدو اجازه ورنکړل شي. ددې کډوالو مخه به ونیسو.
ټرمپ زیاته کړه ددې سربیره به د لاتینې امریکا په هغو هیوادونو به چې دې کډوالو ته د خپلو پولو نه د تیریدو اجازه ورکوي او مخه يي نه نیسي خپلې ټولې مالي مرستې پرې کړو.
د امریکا د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې د منځني امریکا د هیوادونو نه د امریکا پر لورې د راروان شوو کډوالو امریکا ته د راتیریدو د مخنیوي په خاطر به د مکسیکو پولو ته ۵۲۰۰ تنه سرتیري واستوي.
پنټاګون ویلي دي چې دا عسکري سوقیات پدې وروستیو کلونو کې افغانستان نه وروسته تر ټولو ستر عسکري سوقیات دي.
د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونه دم ګړۍ په افغانستان کې ۱۵ زره، په عراق کې ۵۲۰۰ او په سوریه کې ۲۰۰ تنه سرتیري لري.
ټرمپ تیره ورځ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د کډوالو د کتار نه چې د امریکا پر لورې راروان دی د اشغالګرو په توګه یادونه کړې وه او ویلی وو چې راځۍ زمونږ پوځ ستاسې انتظار باسي.
د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې د منځنۍ امریکا نه د امریکا پر لورې د راروانو کډوالو سره تر ۷ زرو تنو نور کسان هم یو ځای شوي دي.